۰
زاخېلوال:

د خیبرپښتونخوا حکومت دې له افغان کډوالو سره سم چلند وکړي

چهارشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۹
پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمرزاخېلوال د خيبر پښتونخوا له حکومته غوښتي، چې له افغان كډ‌والو سره د احترام، انساني او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې برخورد وکړي.
د خیبرپښتونخوا حکومت دې له افغان کډوالو سره سم چلند وکړي
پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمرزاخېلوال د خيبر پښتونخوا له حکومته غوښتي، چې له افغان كډ‌والو سره د احترام، انساني او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې برخورد وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې له مخې دغه ښاغلي زاخېلوال دغه غوښتنه تېره ورځ مازیکر مهال د عمران خان سره د لیدنې پر مهال کړې.
ښاغلي زاخېلوال د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان څخه وغوښتل، چې په خيبر پښتونخوا کې خپل حکومت ته لارښوونه وکړي، تر څو له افغان کډوالو د احترام او انساني او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې برخورد وکړي.
نوموړي ویلي، افغان كډوال بايد د دواړو هېوادونو د عمومي اړيکو د ښكته پورته والي قرباني ونه ګرځي او په تصادفي ‌‌‌‌‌‌ډول بې له کوم جرمه په ‌‌‌‌‌‌ډله ييزه توګه ونه ځورول شي.
عمران خان په دې ليدنه كې له افغان كډوالو سره پر ناوړه چلند خواشيني څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه، چې د پښتونخوا اعلى وزير او د پوليسو مشر سره به اړيکې ونيسي، ترڅو په سمدستي توګه له افغان كډوالو سره خپل چلند سم کړي.
که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت هم پرېکړه کړې، چې راجستر شوي افغان کډوال دوه کاله نور هم پاکستان کې اوسېدای شي او غیر راجستر شوي کډوال به وباسي.
خو په دې وروستیو کې د ټولو افغان کډوالو پر وړاندې ستونزې ډېرې شوې او پاکستاني پولیس ورسره ناسم چلند کوي.
یوازې په تېرو څو ورځو کې د خیبرپښتونخوا د پېښور په بېلا بېلو سیمو کې له ۲ زره زیات افغان کډوال نیول شوي، چې ۴۰۰ یې افغانستان ته را استول شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین