۰

په وسله وال برید کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

شنبه ۲ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۳
چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې د یوه پولیسو په ګډون څلور تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
په وسله وال برید کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې د یوه پولیسو په ګډون څلور تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن شاوخوا لس بجې د ولایت د مرکز ګردېز ښار اړوند د صیاد کلا په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد ایوب وردګ وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په یاده سیمه کې پر پولیسو ډزې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په برید کې یو پولیس او یو ولسي وګړی وژل شوي او دوه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د امنیت امر زیاتوي، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې په تړاو ترې تنه شکمن کسان نیول شوي، چې دا مهال ترې پلټنې روانې دي.
تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:پکتیا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین