۰

کابل کې د تېرې ورځې برید له ۳۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

شنبه ۲ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۱۹
پلازمېنه کابل کې د روښنایۍ غورځنګ پر لاریون کوونکو د ځانمرګي برید په ترڅ کې له ۳۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې د تېرې ورځې برید له ۳۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
پلازمېنه کابل کې د روښنایۍ غورځنګ پر لاریون کوونکو د ځانمرګي برید په ترڅ کې له ۳۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید د شنبې په ورځ ۲:۳۰ بجې د کابل ښار د دهمزنګ په سیمه کې چېرته چې زرګونه لاریون کوونکي راټول شوي و وشوه.
ځینې لاریون کوونکي وايي، ځانمرګی برید ګر و، چې د ښځې په چادرۍ د لاریون کوونکو منځ ته ورغلی و، ځینې نور بیا وايي، چاوېدونکي توکي د ایسکریم پلورلو په یوه ګاډۍ کې ځای پر ځای شوي وو.
یو تن عیني شاهد له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې ځانمرګی برید کوونکی د ښځو په چادرۍ کې و او چاودنه یې وکړه.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه برید کې ۸۰ کسان وژل شوي او له ۲۳۱ تنو زیات ټپیان شوي دي.
د برید مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید په کلکو ټکو وغانده او ویې ویل، چې له دښمن څخه به غچ اخلي.
ولسمشر نن د ملي ماتم ورځ اعلان کړې ده او د نړیوالې ټولنې په ګډون ګڼو هېوادونو دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.
جمهور آژانس- کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین