۰

د ولسي جرګې یو پخوانی غړی وژل شوی

يکشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۵
د ولسي جرګې یو پخوانی غړی ډاکتر اسدالله همتیار په پلازمېنه کابل ښار کې د نامعلومه وسله والو کسانو په ډزو وژل شوی دی.
د ولسي جرګې یو پخوانی غړی وژل شوی
د ولسي جرګې یو پخوانی غړی ډاکتر اسدالله همتیار په پلازمېنه کابل ښار کې د نامعلومه وسله والو کسانو په ډزو وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېر ماښام د پلازمېنې کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند ستانکزي مېنه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د اتمې امنیتي حوزې امر محمد داوود پکتیاوال ویلي، د ولسي جرګې دغه پخوانی غړی ستانکزي مینې ته نږدې په خپل کور کې د تومانچې پر ډزو وژل شوی دی.
نوموړي وايي، تر اوسه د نوموړي د وژل کېدو لامل نه دی مالوم، خو د وژونکو د نیونې لپاره یې هڅې روانې دي. ډاکټر باید وویل شي، چې اسد الله همتیار د لوګر د خروار ولسوالۍ اوسیدونکی و او د ولسي جرګې په تېره دوره کې د لوګر د خلکو استازی وو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین