۰

ملي امنیت کندهار کې شپږ تنه د ترهګرۍ په تور نیولي

يکشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۱
چارواکي وایي، ملي امنیت ځواکونو په کندهار ولایت کې شپږ تنه د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیولي دي.
ملي امنیت کندهار کې شپږ تنه د ترهګرۍ په تور نیولي
چارواکي وایي، ملي امنیت ځواکونو په کندهار ولایت کې شپږ تنه د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په کندهار کې د ملي امنیت له ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوو کسانو اعتراف کړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په خپلو اعترافاتو کې ویلي، چې په شاه ولي کوټ، خاکریز او میوند ولسوالیو کې يې ترهګریز فعالیتونه کړي او د عُشر او زکات په نوم يې په زوره له خلکو پیسې اخستې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې نیول شوي مشکوک کسان د شاه ولي کوت، ناوې، میوند او خاکریز ولسوالیو اوسیدونکي دي، خو دا چې څه وخت نیول شوي، په اړه یې څه نه دي ويلي.
جمهور آژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین