۰

خانشین ولسوالي بېرته افغان ځواکونو نیولې

يکشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۹
پوځي چارواکي وايي، افغان ځواکونود هلمند ولایت خانشین ولسوالي بېرته له وسله والو طالبانو نیولې ده.
خانشین ولسوالي بېرته افغان ځواکونو نیولې
پوځي چارواکي وايي، افغان ځواکونود هلمند ولایت خانشین ولسوالي بېرته له وسله والو طالبانو نیولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځی وايي، خانشین ولسوالي وړمه شپه وسله والو طالبانو نیولې وه.
نوموړي زیاته کړې، چې وروسته افغان ځواکونو عملیات پیل کړل او تېره ورځ مازیګر څلورنیمو بجې بېرته افغان کومانډو ځواکو د هوایې ځواک په مرسته ولسوالي ونیوله.
دی وايي، کله چې وسله والو د ولسوالۍ په مرکز برید وکړ، د ملي اردو ځواک هلته نه وو، یواځې پولیس وو، خو د بېرته نیولو په عملیاتو کې ملي اردو د کومانډو او هوایې ځواک په مرسته ټولې له لاسه وتلې سیمې ونیولې.
ځاځی زیاتوی، چې وسله وال طالبان د هوایې ځواک له رسېدو سره تښتېدلي، نو له همدې امله مرګ ژوبله نه ده معلومه. وسله والو طالبانو په دې اړه چې ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو نیولې، څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ یې د ولسوالۍ د نیولو تر څنګ د ګڼ شمېر افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې او وسایلو د نیولو ادعا کړې وه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین