۰
سیګار:

د ملا منصر تر مرګ وروسته د سولې خبرې ناکامې شوې دي

يکشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۶
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرڅیړونکي دفتر (سیګار) وايي، د ملا منصور وژل کېدو د سولې بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی.
د ملا منصر تر مرګ وروسته د سولې خبرې ناکامې شوې دي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرڅیړونکي دفتر (سیګار) وايي، د ملا منصور وژل کېدو د سولې بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سیګار دغه څرګندونې په خپل درې میاشتنې راپور کې چې سپینې ماڼۍ ته یې سپارلی کړې دي.
په راپور کې راغلي، چې په پاکستان کې د ملا منصور وژل کېدو د افغانستان د سولې بهیر له سترو خنډونو سره مخ کړی دی.
سرچینې ویلي، امریکا د ملا منصور د وژل کېدو موخه دا ګڼلې وه چې ګواکې هغه د سولې په لار کې خنډ دی خو د هغه له وژل کېدو سره سره بیا هم د سولې په برخه کې پرمختګ نه دی شوی بلکې دا پروسه تر پخوا لا ډيره ټکنۍ او یا ناکامه شوې ده.
راپور زیاته کړې، که د ملا منصور د وژل کېدو دلیل رښتیا هم د سولې د خبرو په موخه و نو بیا خو باید په دې برخه کې پرمختګونه رامنځ ته شوي وی.
سیګار ویلي، چې د ملا منصور تر وژل کېدو وروسته جګړه چټکه شوې او افغان حکومت پر ۵ سلنه نوره خاوره هم خپل حاکمیت له لاسه ورکړی دی.
خو د سیګار دغه خبره چې ګڼې افغان حکومت ۵ سلنه خاوره له لاسه ورکړې په کلک رد کړې او ویلي یې دي دا استخباراتي جګړه ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین