۰

طالبان وايي، چین ته یې د سفر موخه د سولې خبرې نه وې

يکشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۵
پاکستانۍ رسنۍ د طالبانو د قطر د دفتر د یوه غړي له قوله وايي، د طالبانو د قطر دفتر پلاوی چین ته د سولې د خبرو په موخه نه و تللی.
طالبان وايي، چین ته یې د سفر موخه د سولې خبرې نه وې
پاکستانۍ رسنۍ د طالبانو د قطر د دفتر د یوه غړي له قوله وايي، د طالبانو د قطر دفتر پلاوی چین ته د سولې د خبرو په موخه نه و تللی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غړي د نوم نه ښودلو په شرط یوې پاکستانۍ رسنۍ ته ویلي، چین ته یې د سفر موخه دا نه وه چې له افغان حکومت سره د سولې پر مسله خبرې وکړي.
ده زیاته کړې، چې د جولای د ۱۸مې د سفر موخه په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د یرغلونو او وروستیو لاسوهنو په اړه بحث کول وو او له چین غوښتل شوي چې د سیمې د ثبات د ګډ دښمن په تړاو اړینې پرېکړې وکړي.
د قطر دفتر ویلي په چین کې یې یوازې د مشترک دښمن په اړه خبرې کړې دي خو دا یې ونه ویل چې د چین او طالبانو ګډ دښمن څوک دی، خو ښايي اشاره یې داعش وسله والو ته وي.
طالبانو ټینګار کړی چې افغان حکومت سولې ته لېوالتیا نه لري او دوی هم په چین کې د سولې په تړاو خبرې نه دي کړې.
سرچینې زیاته کړې چې طالبانو په دې وروستیو کې د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي او تر ډيره نور هېوادونه غواړي چې له طالبانو سره لیدنې ولري. د طالبانو په وینا وروسته سفر هم د چین په غوښتنه تر سره شوی دی.
باید وویل شي، چې ویل کېدل د قطر دفتر پلاوي د ملا شیر عباس ستانکزي په مشرۍ چین ته سفر کړی وو.
په ورته وخت کې د امریکا غږ انګلیسي برخې داسې راپورنه خپاره کړي و، چې وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې د چین همکاري غوښتې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین