۰

بلوچستان کي تر ۲۰ زرو ډېر کسان ورک شوي دي

چهارشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۱۱
د بلوڅو بشري حقونو سازمان وایي بلوچستان کې، د ورکو کسانو شمېر تر ۲۰ زرو اوښتی.
بلوچستان کي تر ۲۰ زرو ډېر کسان ورک شوي دي
د بلوڅو بشري حقونو سازمان وایي بلوچستان کې، د ورکو کسانو شمېر تر ۲۰ زرو اوښتی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان چې مرکز یې بلوچستان ایالت کې دی، غړو د ورکو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ګډې خبري غونډه کې د پاکستان حکومت د بلوڅانو پر جبري ورکولو تورن کړ.
دوی وویل چې د ورکو شویو کسانو په اړه اسناد محکمو ته هم رسېدلي دي.
په ورته وخت کې د بلوچستان ایالتي حکومت محکمې ویلي، له ۲۰۱۰ کال راهیسې د نژدې ۱۰۰۰ بلوڅانو، شکنجه شوي مړي موندل شوي.
خو د بلوڅو بشري حقونو سازمان مشره بي بي ګل بلوچ، د شکنجه شویو مړو شمېر له ۲۰۰۰ ډېر بولي.
باید وویل شي، چې ډېری بلوڅان د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ د هغو بلوڅانو په وژلو او تښتولو تورنوي، چې د خپلې خاورې د خپلواکۍ په موخه مبارزه کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین