۰

بریتانیا له افغانستان سره ۷۵۰ ملیون پونډه مرستې اعلان وکړ

شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۳
بریتانیا په افغانستان کې د روغتیا، تعلیم او امنیت د ښه والي په موخه د ۷۵۰ ملیون پونډه د مرستې اعلان وکړ.
بریتانیا له افغانستان سره ۷۵۰ ملیون پونډه مرستې اعلان وکړ
بریتانیا په افغانستان کې د روغتیا، تعلیم او امنیت د ښه والي په موخه د ۷۵۰ ملیون پونډه د مرستې اعلان وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د انډیپینډنټ ورځپاڼه د برېتانوي چارواکي له قوله وایي، دغه مرسته به تر ډېره بریده د افغانانو ستونزې راکمې کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه پیسې به په درو کلونو کې په ځانګړي ډول د مېرمنو د ژوند د ښه کېدو په چارو ولګول شي.
یاده ورځپاڼه وايي، د بریتانیا د نړیوالې پراختیا د وزیر پریتي پېټل وویل چې دا مرسته به نه یوازې د افغانانو د کړاوونو او ستونزو له کمولو سره مرسته وکړي بلکې کومک به وکړي چې بریتانیا ته د افغانانو مهاجرت لږ شي.
د ماین پاکۍ هلوټرسټ موسسې د بریتانیا د مرستې اعلان د افغانانو لپاره ښه خبر وباله.
تمه ده، چې افغانستان د بروکسیل په کنفرانس کې له نړیوالو هم میلیونه ډالره مرسته تر لاسه کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین