۰
ګارډین:

د طالبانو یو درې کسیزه پلاوی د خبرو له پاره اسلام آباد ته تللی

شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۱
خو یوه لوېدیځ چارواکي ګارډین ته ویلي، چې دا د پاکستان یوه هڅه ده چې بیا د افغانستان د سولې پروسه په خپل لاس او کنټرول کې واخلي او حاضردمه د امریکا او نړیوالې ټولنې له فشار او انزوا خلاص شي.
د طالبانو یو درې کسیزه پلاوی د خبرو له پاره اسلام آباد ته تللی
ګارډین ورځپاڼې د سولې په تړاو یو بیا راپور ورکړی، چې له قطر څخه د افغان طالبانو یو درې کسیزه پلاوی پاکستان ته تللی چې د افغانستان د سولې د پروسې او افغان حکومت سره د سولې د احتمالي خبرو په اړه مشوره وکړي.
خو یوه لوېدیځ چارواکي ګارډین ته ویلي، چې دا د پاکستان یوه هڅه ده چې بیا د افغانستان د سولې پروسه په خپل لاس او کنټرول کې واخلي او حاضردمه د امریکا او نړیوالې ټولنې له فشار او انزوا خلاص شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ګارډین دغه راپور تېره ورځ جمعه د طالب سرچینو له قوله خپور کړی دی او ویلي یې دي، چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د سولې د خبرو بل پړاو به په سعودي عربستان کې کېږي.
ورځپاڼه وايي، د طالبانو دننه دوو سرچینو ورته ویلي چې په قطر کې د طالبانو درې استازي د چهارشنبې په ورځ په دې هدف پاکستان ته لاړل چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې
خو یوه لوېدیځ چارواکي ګارډین ته ویلي، چې دا د پاکستان یوه هڅه ده چې بیا د افغانستان د سولې پروسه په خپل لاس او کنټرول کې واخلي او حاضردمه د امریکا او نړیوالې ټولنې له فشار او انزوا خلاص شي.
وکړي.
په پلاوي کې په پاکستان کې د طالبانو د رژیم پخوانی سفیر شهاب الدین دلاور، د طالبانو د واکمنۍ د مهال د کورنیو چارو وزیر ملا جان محمد او د طالبانو د پوهنې پخوانی وزیر ملا عبدالسلام شامل دي.
د طالبانو یوه جګپوړي استازي ګارډین ته ویلي، «په سفر تللی طالب پلاوی به د سولې د خبرو او له پاکستان سره د وروستیو معلوماتو د شریکولو په شمول پر بېلابېلو موضوعاتو وږغېږي.»
دغه ورځپاڼې د طالب سرچینو له قوله زیاته کړې، چې په پاکستان کې وروسته له دې خبرې پیل شوې چې د افغانستان او امریکا له استازو سره په وروستیو میاشتو کې بریالي تماسونه ونیول شول.
دوی زیاته کړه«طالبان او امریکایانو په قطر کې څو ځلي کتلي او سره ږغېدلي دي. دوی له کږلېچونو په ډکه لار کې یو څه پرمختګ هم کړی دی. ان شاالله موږ هیله لرو چې د خبرو په دوام کې به پرمختګ وشي.»
د طالبانو یوه مقام ګارډین ورځپاڼې ته وویل چې د دې ډلې اوسنی مشر ملا هیبت الله اخوندزاده هڅه کړې چې له کابل او امریکا سره د خبرو بهیر چټک کړي. پاکستان او نور ګاونډیان به په تدریج په دې پروسه کې شامل کړای شي. پاکستان یو مهم ګاونډی دی او په دې کې هیڅ شک نشته دوی غواړي چې په پروسه کې دخیل وي.»
په ورته وخت کې یوه لوېدیځ چارواکي، چې پاکستان ته لږترلږه د طالبانو د دوو استازو له سفره خبر
هغه ویلي «دوی او د کوټې د شورا یوه ډله له پاکستان سره د سولې د بهیر په اړه ږغېږي. دا د چین او امریکا له فشاره د خلاصون لپاره یوه جلا هڅه ده.»
و، ګارډین ته ویلي، چې له پاکستانیانو سره د طالبانو د استازو خبرو د دوحې له وروستیو خبرو سره ارتباط نه درلود.
دغه چارواکي ورځپاڼې ته زیاته کړې، چې دا د پاکستان یوه هڅه ده چې بیا د افغانستان د سولې پروسه په خپل لاس او کنټرول کې واخلي او حاضردمه د امریکا او نړیوالې ټولنې له فشار او انزوا خلاص شي.
هغه ویلي «دوی او د کوټې د شورا یوه ډله له پاکستان سره د سولې د بهیر په اړه ږغېږي. دا د چین او امریکا له فشاره د خلاصون لپاره یوه جلا هڅه ده.»
دغه چارواکي د طالبانو په منځ کې ځیني په دې ډول اسلام اباد ته د طالبانو د استازو پر تګ اعتراض لري او وايي، دا داسي ده لکه اسلام اباد چې جلب او احضار کړي وي.
ګارډین ورځپاڼه دغه راز وايي، د طالبانو ترمنځ هم د جنګي قوماندانانو، چې په افغانستان کې دي او هم د هغو کسانو په منځ کې چې په پاکستان کې اوسي، درز زیات شوی دی.
ورځپاڼه وايي چې لوی اختلاف پر دې دی چې ایا خبرو ته دوام ورکړي او که ورنه کړي. همداراز د پیسو او منابعو د کنټرول پر سر اختلاف شته.
باید وویل شي، چې ګارډین تر دې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د مخامخ خبرو څخه پرده پورته کړې وه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین