۰

د ننګرهار پچیراګام کې ۵۴ تنه داعشیان وژل شوي

شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۳
چارواکي وايي،ننګرهار ولایت کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵۴ داعشیان وژل شوي او دغه راز یو شمېر ولسي وګړو او پاڅون کوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار پچیراګام کې ۵۴ تنه داعشیان وژل شوي
چارواکي وايي،ننګرهار ولایت کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵۴ داعشیان وژل شوي او دغه راز یو شمېر ولسي وګړو او پاڅون کوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس چارواکي زیاتوي، چې داعشیانو تېره ورځ د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د طالبانو، داعشیانو او ولسي پاڅونکوونکو تر منځ نښتې رامنځ ته شوې.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، دغه نښتو تر نن سهار پورې دوام درلود، چې نن سهار د ادخېلو په سیمه کې پر داعشیانو هوايي بریدونه وشول او ۵۴ داعشیان په کې و وژل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه جګړه کې څلور طالبان او ولسي وګړي هم وژل شوي، خو کره شمېره یې په ګوته نه کړه.
په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، په دغه جګړو کې څلور ولسي پاڅوونکوونکي او ملکي وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
مشرقیوال زیاتوي، چې داعشیانو لومړی د پاس پچیر په سیمه کې د ولسي پاڅونکوونکو پر پوستو او عامو خلکو بریدونه وکړل، چې نښته رامنځ ته شوه.
د مشرقیوال په وینا په ياده سيمه کې اوس هم جګړه جريان لري او د داعش وسله والو پر ضد هوايي بريدونه هم دوام لري.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین