۰

پاکستاني رسنیو اسلام آباد ته د طالب پلاوي د ورتګ پخلی وکړ

شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۹
پاکستاني رسنیو هم تاييد کړې، چې د طالبانو د قطر دفتر یو درې کسیزه پلاوی اسلام آباد ته تللی او په قطر کې یې د افغانستان او امریکا له استازي سره د وروستیو خبرو په باب یې پاکستاني چارواکو ته معلومات ورکړل.
پاکستاني رسنیو اسلام آباد ته د طالب پلاوي د ورتګ پخلی وکړ
پاکستاني رسنیو هم تاييد کړې، چې د طالبانو د قطر دفتر یو درې کسیزه پلاوی اسلام آباد ته تللی او په قطر کې یې د افغانستان او امریکا له استازي سره د وروستیو خبرو په باب یې پاکستاني چارواکو ته معلومات ورکړل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې له قطره اسلام آباد ته د طالب پلاوي د تګ خبر تېره ورځ برېتانوي ګارډین ورځپاڼې خپور کړ.
دغه ورځپاڼې د طالب سرچینو له قوله ویلي و، چې په دغه پلاوي کې مولوي شهاب الدین دلاور، ملا جان محمد او ملا عبدالسلام شامل وو.
خو د پاکستان ډان ورځپاڼه په پاکستان کې د یوه جګپوړي طالب چارواکي له قوله ویلي، چې اسلام آباد ته ورغلي طالب پلاوي کې ملا سلیم حنیفي، مولوي شهاب الدین دلاور او ملا جان محمد شامل دي.
ډان ورځپاڼې لیکلي، چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال او د پاکستان یوه جګپوړي چارواکي ورته نن و ویل چې دوی له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د پلاوي له کتنې خبر دي خو د خبرو د جزییاتو په اړه څه نه وايي.
ورځپانه وايي، د پاکستان یوه جګپوړي امنیتي چارواکي هم تایید کړه چې د افغان طالبانو استازو له پاکستاني چارواکو سره لیدلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین