۰
زاخېلوال:

د کډوالو او بندیانو د ستونزو په اړه خبرې د طالبانو دنده نه‌ده

يکشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۰
په پاکستان کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېل وال وايي د کډوالو او بندیانو د ستونزو په اړه خبرې د طالبانو دنده نه‌ده، بلکې پاکستان ته د هغوی سفر ښيي چې خپله د سولې د خبرو د مخته وړلو توان نه‌ لري.
د کډوالو او بندیانو د ستونزو په اړه خبرې د طالبانو دنده نه‌ده
په پاکستان کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېل وال وايي د کډوالو او بندیانو د ستونزو په اړه خبرې د طالبانو دنده نه‌ده، بلکې پاکستان ته د هغوی سفر ښيي چې خپله د سولې د خبرو د مخته وړلو توان نه‌ لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي زاخېل وال دغه څرګندونې له آزادۍ راډیو سره مرکه کې کړې او له قطر څخه اسلام آباد ته د طالب پلاوي د ورتګ پخلی یې کړی دی.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي«اسلام‎اباد ته راغلي
هغه ویلي«دوی دا هم ویلي چې د بندیانو یا د کډوالو د مشکلاتو په اړه خبرې کوو چې هغه قطعاً د دوی کار نه‎دی. فکر نه کوم چې د دوی خبرې د پاکستان له حکومت سره په دې اړه وڅرخېږي. دا زیاتره دا ښيي هلته تګ او هغوی په اعتماد کې اخېستل په دې معنی ده چې کیدای شي په دوی کې دا توانمندي و نه‎اوسي چې د سولې او یا نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.»
دي هم له قطر ه او هم کیدای شي چې د کوټې څخه راغلي اوسي. زیات تشریحات ما سره نشته چې د کومو خبرو لپاره.»
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړ، چې د طالبانو د قطر پلاوی اسلام آباد ته تللی تر څو په قطر کې له افغان حکومت سره د کړیو خبرو په اړه پاکستاني چارواکو ته معلومات ورکړي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دغه پلاوي د سفر پخلی کړی خو ویلي یې دي، چې هغوی د سولې د خبرو په تړاو نه بلکې د کډوالو د ستونزو او ځینو نورو موضوعاتو د حل په خاطر تللي دي.
خو افغان سفیر ډاکتر زاخېوال ویلي، چې د کډوالو او بندیانو د ستونزو په اړه خبرې د طالبانو دنده نه‌ده.
هغه ویلي«دوی دا هم ویلي چې د بندیانو یا د کډوالو د مشکلاتو په اړه خبرې کوو چې هغه قطعاً د دوی کار نه‎دی. فکر نه کوم چې د دوی خبرې د پاکستان له حکومت سره په دې اړه وڅرخېږي. دا زیاتره دا ښيي هلته تګ او هغوی په اعتماد کې اخېستل په دې معنی ده چې کیدای شي په دوی کې دا توانمندي و نه‎اوسي چې د سولې او یا نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.»
ښاغلي زاخېلوال په پاکستان کلکه نیوکه وکړه، چې لږ تر لږه یې افغان حکومت ته د دغو طالب استازیو د سفر او ناستې په اړه خبر هم نه دی ورکړی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین