۰
ډاکتر عبدالله:

پاکستان ته د طالب پلاوي سفر یوه معمول خبره ده

يکشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۷
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، له قطر څخه اسلام آباد ته د طالب پلاوي د تګ خبره نوې نه ده، بلکې هغوی هملته اوسي او تګ راتګ کوي.
پاکستان ته د طالب پلاوي سفر یوه معمول خبره ده
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، له قطر څخه اسلام آباد ته د طالب پلاوي د تګ خبره نوې نه ده، بلکې هغوی هملته اوسي او تګ راتګ کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړې او په قطر کې یې د افغان حکومت او طالبانو له خبرو یې بې خبري وښوده.
نوموړي چې سعودي عربستان ته د خپل سفر په اړه رسنیو ته معلومات ورکول، وویل، چې دغه سفر یې د لاس ته راوړنو ډک و، او سعودي چارواکو په ګڼو برخو کې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه کړې.
نوموړي سعودي عربستان کې د افغان کارګرو د پاسپورټونو د ستونزې حل، افغان کارګرو ته د کار وېزې د ورکړې، په کابل کې د یوه تخصصي روغتون د جوړېدا، افغان محصلینو ته د بورسونو ورکړه، په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د سعودي پانګوالو پانګونه، او په ټول کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغان سولې په برخه کې د سعودي عربستان ژمنې، د خپل سفر لاس ته راوړنې وبلل.
ښاغلي عبدالله د خپلو خبرو په پای کې له طالبانو سره په قطر کې د سولې د خبرو او دغه راز اسلام آباد ته د طالب پلاوي د تګ په اړه هم د رسنیو پوښتونو ته ځواب و وایه.
هغه د قطر له خبرو بې خبري وښوده، خو پاکستان ته د طالب پلاوي سفر یې یوه معمول خبره وبلله او ویې ویل«دا یوه خبر نه شي کېدای، ځکه طالبان هملته پاکستان کې اوسي، تګ راتګ کوي، د دوی ډېر مشران هلته و وژل شو، بنآ دا کومه نوې خبره نه ده»
ښاغلي عبدالله وویل، سعودي چارواکو ورسره ژمنه وکړه، چې د افغان سولې په برخه کې به مرسته کوي او د افغانستان له غوښتنې سره سم به سولې د خبرو زمینه به برابروي.
دغه راز هغه وویل چې په سعودي کې به د اسلامي نړۍ د علماو کنفرانس هم نېږدې راتلونکې کې جوړ شي او په دې کنفرانس کې به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یو څرګند پیغام هم ورکړای شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین