۰
ګارډین:

د طالبانو مشر د سولې د خبرو د چټکولو هڅه پیل کړې

سه شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۱۸
ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده له افغان حکومت او امریکا سره د سولې د خبرو د چټکولو هڅې پیل کړې دي.
د طالبانو مشر د سولې د خبرو د چټکولو هڅه پیل کړې
ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده له افغان حکومت او امریکا سره د سولې د خبرو د چټکولو هڅې پیل کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې یاد راپور د لوړ پوړو طالب چارواکو له قوله ورکړی او ویلي یې دي، چې په همدې تړاو د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی هم اسلام آباد ته تللی دی.
ورځپاڼې د یوه طالب مشر له قوله زیاته کړې،
ورځپاڼې د یوه طالب مشر له قوله زیاته کړې، چې د سولې په دې هڅو کې به پاکستان او نور ګاونډیان په تدریج شامل کړل شي.
چې د سولې په دې هڅو کې به پاکستان او نور ګاونډیان په تدریج شامل کړل شي.
د افغان سولې په تړاو دا د ګارډین ورځپاڼې درېیم راپور دی، چې خپروي یې.
دغه ورځپاڼې تر دې وړاندې په قطر کې د افغانستان د ملي امنیت د مشر محمد معصوم ستانکزي او طالبانو د استازو تر منځ د مخامخ خبرو او دغه راز له هغې وروسته د قطر څخه اسلام آباد ته د یوه درې کسیز طالب پلاوي د تګ راپور هم ورکړی وو.
که څه هم طالب ویاند په قطر کې له افغان حکومت سره خبرې رد او له قطر څخه اسلام آباد ته د طالب پلاوي د تګ پخلی یې کړی و، خو ویلي یې دي، چې دغه پلاوی د سولې د خبرو په تړاو نه بلکې د کډوالو او ځینو نورو ستونزو د حل په موخه تللی دی.
خو
دغه طالب مشر دا هم زیاته کړې، چې پاکستان غواړی بیا د سولې خبرې په خپل کنټرول کې واخلي او په عین حال کې د امریکا له فشار او د نړیوالې ټولنې له انزوا ځان خلاص کړي.
طالب سرچینو ګارډین ته ویلي چې د طالبانو پلاوی د نورو مسلو ترڅنګ د سولې د احتمالي خبرو د څرنګوالي په اړه د پاکستان له امنیتي چارواکو سره سلامشورې کوي.
د ګاردین د راپور پر اساس د طالبانو ځیني مشران په دې اعتراض لري چې د دوی د قطر د دفتر غړي په داسي ډول پاکستان ته تللي لکه دغه هیواد چې جلب او احضار کړي وي.
په ورته وخت په دوحه کې د طالبانو یوه مشر هم ګارډین ته ویلي:«پاکستان ته تللي طالبان به د سولې د خبرو او له پاکستان سره د وروستیو معلوماتو د شریکولو په شمول پر بېلابېلو موضوعاتو وږغېږي.»
دغه طالب مشر دا هم زیاته کړې، چې پاکستان غواړی بیا د سولې خبرې په خپل کنټرول کې واخلي او په عین حال کې د امریکا له فشار او د نړیوالې ټولنې له انزوا ځان خلاص کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین