۰
عبدالکبیر متین:

غزني کې ۳۷۰ وسله وال طالبان وژل شوي

سه شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۸
د غزني والي عبدالکبیر متین وايي، په دغه ولایت کې د ۲۰ ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۳۸ تنو وسله والو طالبانو او ۹۹ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې ۳۷۰ وسله وال طالبان وژل شوي
د غزني والي عبدالکبیر متین وايي، په دغه ولایت کې د ۲۰ ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۳۸ تنو وسله والو طالبانو او ۹۹ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې متین زیاته کړې، چې د سلطان په نوم د افغان ځواکونو د دغو شل ورځینو عملیاتو په ترڅ کې د عمري په نوم د طالبانو عملیات ناکام او د دغه ډلې له خوا د غزني ولایت د نیولو پلان شنډ شوی دی.
د غزني والي زیاته کړه چې د سلطان په نوم پوځي عملیات دې ولایت د اندړو، ګیرو اوده‎یک ولسوالیو په شاوخوا کې شوې چې تېره ورځ پای ته ورسېدل.
نوموړي ویلي، چې په دې عملیاتو کې ۳۷۰ وسله وال طالبان وژل شوي ۱۶۸ تنه یې ټپیان شوي او دغه راز د افغان ځواکونو مرګ ژوبله هم ۹۹ تنه ده.
والي په دې عملیاتو کې د پکتیکا د لارې د پرانستل کېدو خبر هم ورکړ او دغه راز زیاتوي، چې د وسله والو یوه اندازه وسلې او نور جنګي وسایل هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دی دا هم وايي، چې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د لا ښه کولو په موخه یې له دیني عالمانو، قومي مشرانو او د خلکو له استازو سره خبرې اترې کوي او له دې لارې غواړې د وسله والو د فعالیت ساحې تنګې کړي.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو د غزني د والي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین