چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې د ښځو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ اړوند ترنک پله په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، پېښه د دوه کوچنیو موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې ۹ تنه په کې ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په ټپیان کې یوه ماشومه نجلۍ او درې مېرمنې هم شاملې دي، چې درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
جمهورآژانس:کندهار