۰
ولسمشر غني:

موږ له چا صدقه نه، بلکې دولت په دولت باعزته اړیکې غواړو

چهارشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان له چا خیرات او صدقه نه غواړي، بلکې له هر هېواد سره دولت په دولت باعزته اړیکې او ښه ګاونډیتوب غواړي.
موږ له چا صدقه نه، بلکې دولت په دولت باعزته اړیکې غواړو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان له چا خیرات او صدقه نه غواړي، بلکې له هر هېواد سره دولت په دولت باعزته اړیکې او ښه ګاونډیتوب غواړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې د کار موندنې په اړه د تشویقي برنامو په غونده کې چې د اداره
ده وویل«افغانستان د نړۍ د توجه په محور کې دی، که دښمن یې غواړي که نه غواړي دا خاوره زموږ ده موږ به یې ابادو، ستاسو په هر څاکي وینه کې د نیګیالیو وینه ده، د خپل ځوان نسل په مټو به دغه هېواد جوړم.»
امور له خوا په لار اچول شوی وکړې.
ښاغلي غني دغه غونډې ته چې زرګونه کسان په ځانګړي ډول ځوانان راغلي و، د افغانستان په اوس او راتلونکې خبرې وکړې او ځوان نسل یې د افغانستان د پرمختګ او هوساینې مسؤول وباله.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانستان یو ځل بیا د نړۍ او اسلامي نړۍ په محور کې ځای نیولی او ځوان نسل ته اړینه ده، تر څوک د افغانستان د سوکالې، پرمختګ او دغه فرصت له پاره لاس په کار شي.
ولسمشر وویل، چې په بنسټزو پروژ او په حکومتي ادارو کې د اصلاحاتو په لړۍ په چټکۍ سره د دې په خاطر کار روان دی، تر څوک په راتلونکو کلونو کې افغانستان د اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي او له یوه واردونکي هېواد څخه په یوه صداراتي هېواد بدل شي.
ده وویل«افغانستان د نړۍ د توجه په محور کې دی،
ولسمشر وویل«موږ له هېچا صدقه نه غواړو، بلکې دولت په دولت باعزته اړیکې غواړو، ان له پاکستان سره، ما د پاکستان ۵۰۰ میلیونه ډالره مرسته رد کړه، پنځه کاله مې پرېږدۍ که مې دا مرسته درته پوره نه کړه او همدمره مرسته مې ورسره ونه کړه بیا مې لاس راپرې کړۍ.»
که دښمن یې غواړي که نه غواړي دا خاوره زموږ ده موږ به یې ابادو، ستاسو په هر څاکي وینه کې د نیګیالیو وینه ده، د خپل ځوان نسل په مټو به دغه هېواد جوړم.»
هغه د سلما، کاسا هزار، او آقینې ریل ګاډي پټلۍ ته په اشارې سره وویل، چې اوس ګڼ اسیایې هېوادونه دې نتیجې ته رسېدلي، چې په آسیا کې اقتصادي پرمختګ په افغانستان کې له سولې او ثبات پرته امکان نه لري.
ښاغلي ولسمشر بېلګې په توګه چین یاد کړ او ویې ویل، چې چین اوس دې پایلې ته رسېدلي، چې د ورېښمو لار پرته له افغانستان نه شي کېدای.
افغان ولسمشر وویل تمه ده، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې افغانستان په ټولو برخو په تېره بیا د برېښنا په برخه کې یو واردونکی هېواد نه بلکې یو صادرونکی هېواد وي.
دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني په دې غونډه کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې افغانستان له ټولو ګاونډیو هېوادونو ان له
افغان ولسمشر په ټینګار سره وویل، چې افغانستان د هېچا په ضرر نه دی او څوک چې ورسره دوستي او سوله غواړي نو غېږ یې ورته خلاصه ده او په وینا یې که څوک په زور راځي نو له سکندر نه تر اوسه چې څوک په زور راغلی پښمانه شوي دي.
پاکستان سره ښې اړیکې غواړي، خو باعزته اړیکې.
ولسمشر وویل«موږ له هېچا صدقه نه غواړو، بلکې دولت په دولت باعزته اړیکې غواړو، ان له پاکستان سره، ما د پاکستان ۵۰۰ میلیونه ډالره مرسته رد کړه، پنځه کاله مې پرېږدۍ که مې دا مرسته درته پوره نه کړه او همدمره مرسته مې ورسره ونه کړه بیا مې لاس راپرې کړۍ.»
افغان ولسمشر په ټینګار سره وویل، چې افغانستان د هېچا په ضرر نه دی او څوک چې ورسره دوستي او سوله غواړي نو غېږ یې ورته خلاصه ده او په وینا یې که څوک په زور راځي نو له سکندر نه تر اوسه چې څوک په زور راغلی پښمانه شوي دي.
ښاغلي غني د هند له مرستو مننه وکړه
هغه د خپلو خبرو په پای کې د افغانستان په ځوان نسل غږ وکړ، چې د یوه باثباته باامن او پر مختللي افغانستان له پاره سره یو شي او خپل ملي یووالی وساتي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین