۰
جان اېم کين:

اوس پکار ده، چې په پاکستان کې د ترهګرو ځالې له منځه یووړل شي

چهارشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۷
«په اوسنيو حالاتو کې د افغانستان جګړه نه ګټل کېږي، دا يو حقيقت دى، ترهګر په پاکستان کې خوندي ځالې لري، چېرته چې ترهګر خوندي ځالې ولري، د هغوى له منځه وړل ستونزمن کار دى.»
اوس پکار ده، چې په پاکستان کې د ترهګرو ځالې له منځه یووړل شي
د امريکايي ځواکونو يوه پخواني لوړپوړي جنرال جان اېم کين ويلي اوس په کار ده چې امريکا نوې ستراتيژي جوړه کړي او په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې له منځه يوسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امريکايي ځواکونو پخواني مرستيال قوماندان او د امريکا د پوځي مطالعاتو د انسټيټيوت مشر متقاعد جنرال جان اېم کين دغه څرګندونې تېره ورځ د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون يوې غونډې ته کړې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې پاکستاني ځواکونه په خپله خاوره کې له وسله والو طالبانو سره استخباراتي معلومات شريکوي او لوجستيکي همکاري ورسره کوي.
د هغه په وینا تر هغه پورې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه نه شي ګټل کېداى، څو چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې له منځه وړل شوې نه وي.
جنرال کین زیاته کړې«په اوسنيو حالاتو کې د افغانستان جګړه نه ګټل کېږي، دا يو حقيقت دى، ترهګر په پاکستان کې خوندي ځالې لري، چېرته چې ترهګر خوندي ځالې ولري، د هغوى له منځه وړل ستونزمن کار دى.»
دغه پخواني امریکايي جنرال وايي، امریکا ته په کار ده، چې نوې ستراتيژي جوړه کړي، په افغانستان کې د سياسي او امنيتي حالاتو ارزونه وکړي او په پاکستان کې د دغو وسله والو خوندي ځالې له منځه يوسي.
جنرال جان اېم کين وويل، اوس په کار ده چې په پاکستان کې د طالبانو د خوندي ځالو پر له منځه وړلو زيات تمرکز وشي او افغان ځواکونو ته د اړتيا وړ پوځي وسايل او توکي په لاس کې ورکړل شي، څو هغوى په ښه ډول له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین