۰

افغان کرکټ ملي لوبډلې د صحرا جام سیالیو کپ خپل کړ

شنبه ۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۶:۵۶
افغانستان د کرکټ د صحرا جام ۲۰ اوریزه نړیوالو سیالیو په لړ کې ایرلنډ ته په ماتې ورکولو سره د دغه جام اتل او دا کپ یې خپل کړ.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د صحرا جام سیالیو کپ خپل کړ
افغانستان د کرکټ د صحرا جام ۲۰ اوریزه نړیوالو سیالیو په لړ کې ایرلنډ ته په ماتې ورکولو سره د دغه جام اتل او دا کپ یې خپل کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د صحرا جام سیالۍ د دوهمه درجه ۸ لوبډلو تر منځ د روانې میلادي میاشتې په ۱۴ نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې.
په دغه لوبو کې افغانستان په الف لوبډله کې له ایرلنډ، اماراتو او نیمبیا سره مخ و، چې له هغوی یې پر لپسې لوبلې وګټلې او سیمې پاینل یا نیمه پای لوبې ته ووتل.
د دغه جام نیمه پای لوبه او پای لوبه دواړه تېره ورځ او شپه تر سره شوې، چې افغانستان په نیمه پای لوبه کې عمان ته ستره ماتې ورکړه.
د دغه لوبو وروستۍ یا پای لوبه هم د افغانستان او ایرلنډ تر منځ وه، چې ایرلنډ پچه وګټله او خپله یې توپ وهنې پرېکړه وکړه.
خو د ایرلنډ توپ وهونکي د افغان توپ اچونکو پر وړاندې ټينګ نشول او په ۱۳.۲ اورونو کې یې د ۷۱ منډو په جوړولو سره ټول لوبغاړي وسوځېدل.
د افغان توپ اچوونکو له خوا محمد نبي، ۴، فرید ملک ۲، حمزه هوتک ۲ او کریم جنت هم دوه ایرلنډي لوبغاړي وسوځول.
افغانستان د ایرلنډ له خوا ورکړل شوی هدف په لومړیو توپ وهونکو شهزاد محمد او نوروز خان منګل باندې په ۸ اور کې پوره او ایرلنډ ته یې په ستر توپير ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو جام خپل کړ.
شهزاد محمدي په ۴۰ توپونو ۵۲ ناسوځېدلې او نوروز خان منګل په ۸ توپونو ۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دا لومړی ځل دی، چې افغانستان په یوه جام سیالیو کې پر لپسې لوبې ګټي او جام یې په خپل نوم کوي.
او دا هم لومړی ځل دی، چې افغانستان ایرلنډ غوندې یوه قوي ټیم ته په ډیر ستر توپ ماتې ورکوي.
د دې تر څنګ دا لومړی ځل دی، چې یو افغان توپ وهونکی په یوه ورځ له دوه لوبډلو سره نیمه سلیزې پوره کوي.
شهزاد محمدي هغه افغان توپ وهونکی دی، چې تېره ورځ یې په دوه پر لپسې لوبو کې نیمه سلیزې و وهلې، چې په دې سره شهزاد محمدي د هند د تکړه توپ وهونکي ویرات کهولي څخه مخکې شو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین