۰

افغان ولسمشر له مولانا سمیع الحق سره خبرې کړې

شنبه ۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۰
افغان ولسمشر اشرف غني په پاکستان کې د حقانيه مدرسې له مشر مولانا سميع الحق سره ټیليفوني خبرې کړي.
افغان ولسمشر له مولانا سمیع الحق سره خبرې کړې
افغان ولسمشر اشرف غني په پاکستان کې د حقانيه مدرسې له مشر مولانا سميع الحق سره ټیليفوني خبرې کړي.
د جمهور آژانس د خر له مخې دا خبرې هغه مهال شوې دي چې په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال په اکوړه خټک کې له مولانا سمیع الحق سره و کتل.
ښاغلي زاخېلوال ویلي، چې دواړو اړخونو په افغانستان کې د روانې جګړې د حل او سولې د راوستو په اړه اوږدې خبرې کړې دي.
د زاخیلوال په وینا دا ډیر مثبت بحث و چې تر ډیره یې تمرکز په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه و.
باید وویل شي، زاخیلوال وړمه ورځ د دویم ځل لپاره له مولانا سمیع الحق سره لیدلي دي او له هغه یې غوښتي څو د افغانستان د ستونزې په حل کې خپله ونډه واخلي.
مولانا سمیع الحق د طالبانو د پلار په نوم مشهور دی او پر دغه ډله خورا نفوذ لري.
هغه د طالبانو له پخواني مشر ملا محمد عمر سره ښې اړیکې درلودې، همدارنګه اوس هم په طالبانو کې پوره نفوذ لري.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین