۰
حامد کرزی:

د ټرمپ اداره دې د پاکستان پر وړاندې جدي اقدام وکړي

شنبه ۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۲
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي ټرمپ دې په جدي توګه د پاکستان پر وړاندې د امریکا سیاست بدل کړي.
د ټرمپ اداره دې د پاکستان پر وړاندې جدي اقدام وکړي
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي ټرمپ دې په جدي توګه د پاکستان پر وړاندې د امریکا سیاست بدل کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له سي. ان. ان سره په مرکه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، که د ټرمپ اداره غواړي چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او په دې برخه کې د امریکا د تیرو حکومتونو په څېر ناکام نه شي نو ښه به وي چې د پاکستان پر وړاندې خپل سیاست بدل کړي.
پخواني ولسمشر کرزي ویلي، که ټرمپ غواړي چې ترهګر وځپي، نو په جدي او عاجله توګه دې د پاکستان پر وړاندې ښکاره اقدام وکړي.
د ښاغلي کرزي په خبره که ټرمپ د پاکستان پر وړاندې جدي اقدام و نه کړي، نو ترهګر به همداسې په سیمه کې فعال وي او ورځ تر بلې به وده کوي.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دا ښکاره خبره ده چې په کابل، کندهار او هلمند کې په وروستیو بریدونو کې د پاکستان استخباراتي اداره یا ای. ایس. آی لاس لري.
ښاغلي کرزي په خپله مرکه کې پر اوباما نیوکه کړې چې هغه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هغه څه چې باید کړي وی نه دي کړي.
پخواني ولسمشر زیاته کړې، چې د اوباما د حکومت پر وخت ډیری ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته، سره له دې چې افغان حکومت به ټینګار کاوه چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین