۰

له ګوانتانامو زندان څلور نور بندیان خوشي شوي دي

شنبه ۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۰
د امریکا دفاع وزارت وایي، له ګونتانامو زندانه د یوه افغان په ګډون درې نور زندانیان هم خوشي شول.
له ګوانتانامو زندان څلور نور بندیان خوشي شوي دي
د امریکا دفاع وزارت وایي، له ګونتانامو زندانه د یوه افغان په ګډون درې نور زندانیان هم خوشي شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۵۰ کلن افغان ولي محمد سره دغه دوه نور زندانیان متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي.
د راپور له مخې ۵۰ کلن ولي محمد چې د بغلان په پلخمري کې زېږېدلی او په ۲۰۰۲میلادي کال کې په پاکستان کې له نيول کېدو وروسته د ګوانتانامو زندان ته انتقال شو.
د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د ده روغتیايي وضعيت ښه دی.
د یوه بل خبر له مخې امریکا وايي، د دغه هېواد له خوا د کيوبا په ګوانتانامو زندان کې توقيف شوی اخري روسی وګړی یې خوشې کړ.
دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې د پخواني شوروي اتحاد د پوځ نڅاګر راويل مينګازوف يې متحده عرب اماراتو ته له دوو نورو ګوانتانامو زندانیانو سره انتقال کړ.
په ګوانتانامو زندان کې ټول نهه روسي وګړي بنديان وو.
۴۹ کلن مینګازوف په پاکستان کې نیول شوی و او د ۱۴ کلونو لپاره دغه زندان ته لېږل شوی وو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین