۰

کندهار کې ۱۶ پولیس او ۲۷ طالبان وژل شوي

شنبه ۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۴
چارواکي او ځايي امنیتي سرچینې وايي، په کندهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو خواووچ ۷۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې ۱۶ پولیس او ۲۷ طالبان وژل شوي
چارواکي او ځايي امنیتي سرچینې وايي، په کندهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو خواووچ ۷۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهورآژانس د خبر له مخې دغه نښته وړمه ورځ د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې وسله والو طالبانو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ.
یوه ځايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې طالبانو د سور بغل په پوسته برید وکړ او هغه یې ونیوله.
خو په وینا یې له ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو څخه د مرستندویه پولیسو په رسېدو سره طالبان شاتګ ته اړ شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
سرچینه وايي، دغه جګړې څو ساعته دوام درلود، چې د طالبانو په برید کې ۱۶ پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
دغه سرچینه زیاتوي، چې په دې جګړه کې د دریو قوماندانانو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک هم په یاده سیمه کې جګړه او افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله تاييدوي، خو د کره شمېرې په اړه یې معلومات نه لري.
خپلواک دا هم وايي، چې په جګړه کې طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین