۰

کورمه اېجنسۍ کې چاودنې ۷۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

شنبه ۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۱
د پاکستان امنیتي سرچینې وايي، له ډېورنډ کرښې سره څېرمه قبایلي سیمه کې د یوې چاودنې له امله ۷۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کورمه اېجنسۍ کې چاودنې ۷۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د پاکستان امنیتي سرچینې وايي، له ډېورنډ کرښې سره څېرمه قبایلي سیمه کې د یوې چاودنې له امله ۷۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سهار د کورمې اېجنسۍ د پاړه چنار باز د سبزیو په یوه مارکېټ کې شوې ده.
ځايي امنیتي سرچینو ویلي، چې په دغه چاودنه کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال رامنځ ته شوې، چې له امله یې ۱۸ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوی دي.
د امنیتي چارواکو په وینا چاودنه په سیمه کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده، چې ډېره قوي وه.
روغتیايي چارواکي وایي، د پېښې له ځای څخه دوی ته ۵۵ تنه ټپیان وروړل شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین