۰

د تاجکستان پولیسو دوه افغانان په ډزو وژلي دي

شنبه ۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۹
امنیتي چارواکي وايي، د تخار ولايت په يوه سرحدي سيمه کې د تاجکستان د پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې دوه افغانان وژل شوي.
د تاجکستان پولیسو دوه افغانان په ډزو وژلي دي
امنیتي چارواکي وايي، د تخار ولايت په يوه سرحدي سيمه کې د تاجکستان د پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې دوه افغانان وژل شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د تخار د پوليسو وياند عبدالخليل اسير زیاتوي، چې دا پېښه تېره شپه په درقد ولسوالۍ کې له تاجکستان سره په سرحدي سيمه ای خانم کې رامنځته شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې تاجکستاني پولیسو افغان چارواکو ته ویلي چې یاد کسان د نشه يي توکو قاچاقبران وو.
اسیر وايي، د وژل شوو دوو افغانانو مړي دوی ته سپارل شوي، خو د دوه نورو کسانو په اړه لا هم معلومات نشته چې هغوی هم وژل شوي او کنه په تېښته بريالي شوي دي.
د تخار د پوليسو وياند عبدالخليل اسير زیاتوي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
باید وویل شي، چې تر دې مخکې څو ځله د تخار په سرحدي سيمو کې د نشه يي توکو يو شمير افغان قاچاقبر د تاجکستان د پوله ساتو ځواکونو لخوا وژل شوي، ټپي شوي او په ځينو وختونو کې ژوندي هم نيول شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین