۰

جلال اباد کې د مقناطيسي ماينونو يو جوړونکی ونيول شو

شنبه ۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۰۹
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دغه ریاست منسوبینو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو اړوند د مقناطيسي ماينونو د جوړولو يو ماهر نيولی دی.
جلال اباد کې د مقناطيسي ماينونو يو جوړونکی ونيول شو
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دغه ریاست منسوبینو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو اړوند د مقناطيسي ماينونو د جوړولو يو ماهر نيولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت له لوی رياست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي یاد کس په جلال آباد ښار کې نیول شوی او نوم یې بريالی دی.
خبرپاڼه زياتوي، د طالبانو دغه غړي د ننګرهار ولايت په اړوندو برخو کې د مقناطيسي ماينونو د جوړولو ترڅنګ د مخورو کسانو په وژلو او ماينونو ځای پر ځای کولو کې هم لاس درلود.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ نوموړی د شپږو مقناطيسي ماينونو او دوه ميله بې غږه توفنګچو سره يو ځای د غازي امان الله خان ښارګوټي کې د ملي امنيت ځواکون له لورې هدف ته تر رسيدو مخکې ونيول شو.
سرچينې د دغه لاسته راوړنې دقيقه نېټه نه ده ښودلې.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین