۰

شهزاد او نبي د کرکټ د دويمې درجې هېوادونو د کال غوره لوبغاړي شول

شنبه ۷ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۵۶
د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې دوه پياوړي لوبغاړي شهزاد محمدي او محمد نبي عيسى خېل د دويمې درجې دريځ لرونکو هېوادونو د کال غوره لوبغاړي ټاکل شوي دي.
شهزاد او نبي د کرکټ د دويمې درجې هېوادونو د کال غوره لوبغاړي شول
د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې دوه پياوړي لوبغاړي شهزاد محمدي او محمد نبي عيسى خېل د دويمې درجې دريځ لرونکو هېوادونو د کال غوره لوبغاړي ټاکل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کرکټ مشهورې ويبپاڼې (کرېک انفو) له خوا پرون د ٢٠١٦ کال زېږديز کال د کرکټ د غوره لوبغاړو نومونه اعلان شول.
ویبپاڼې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوى د يوه کال په اوږدو کې چې هر لوبغاړي د کرکـټ په هره کټګورۍ کې له ځانه ښه وړتيا ښودلې وي، د څارونکو د يوې ډلې له خوا غوره کېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د څارونکو دغه ٢٤ کسيزه ډله چې له پخوانيو لوبغاړو، تبصره کوونکو، ژورنالېستانو، او د کرېک انفو پر ليکوالو او ايـډېټرانو مشتمله ده، تر ارزونې وروسته غوره لوبغاړو ته رايې ورکوي او ګټونکي اعلانوي.
د کرېک انفو له خوا په دغه اعلان شوي، نوملړ کې د افغانستان شهزاد محمدي د دويمې درجې هېوادونو په توپوهنه کې او محمد نبي عيسى خېل په توپ اچونه کې د غوره لوبغاړو جايزې ګټلې دي.
سرچينې ويلي چې په ٢٠١٦ کال کې د زمبابوې پر وړاندې په ٦٧ توپونو د شهزاد ١١٨ منډو د کال غوره سليزه وټاکل شوه.
کرېک انفو ويلي چې د افغانستان له لوري په شل اووريزه نړيواله لوبه کې دا تر ټولو زياتې منډې وې، دغه راز دا د يو افغان لوبغاړي له لوري په شل اووريزه لوبه کې په متحده عربي اماراتو کې لومړۍ سليزه وه.
دغه راز په ياده لوبه کې د شهزاد شپږيزې د دويمې درجې د يوه هېواد لوبغاړي له خوا تر ټولو زياتې شپږېزې وې.
د بنګله دېش پر وړاندې په دوه يمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې افغان لوبغاړي محمد نبي عيسى خېل په لسو اورونو کې ١٦ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې سوځولي وو چې د تېر کال د دويمې درجې لوبډلې تر ټولو غوره توپ اچونه وه.
د يادونې ده، شهزاد محمدي د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا هم د دويمې درجې هېوادونو د کال غوره لوبغاړى اعلان شوى و.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین