۰

ننګرهار کې ۴۲ تنه ولسي وګړي د داعش له منګولو خلاص شول

يکشنبه ۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۰
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې ۴۲ تنه ولسي وګړي، چې داعش برمته کړي و، روغ رومټ راخوشي کړای شول.
ننګرهار کې ۴۲ تنه ولسي وګړي د داعش له منګولو خلاص شول
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې ۴۲ تنه ولسي وګړي، چې داعش برمته کړي و، روغ رومټ راخوشي کړای شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ولسي وګړي شاوخوا څلور میاشتې وړاندې داعشیانو د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې برمته کړي وو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د والي محمد ګلاب منګل او د سیمې د قومي مشرانو په هلو ځلو دغه کسان د داعش له منګولو راخلاص کړای شول.
نوموړي زیاتوي، نیول شوي کسان ټول نارینه و، چې داعش تر برمته کولو وروسته د ننګرهار په مسکه مېنه او کوټ ولسوالیو کې ساتل.
د ننګرهار د والي په خبره له دغه کسانو ۱۶ تنه د هسکې مېنې ولسوالۍ په اغزا او ۲۶ تنه نور د کوټ ولسوالي په جنجال غونډۍ سیمې کې آزاد او وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې افغان ځواکونو هم په اچین ولسوالۍ کې یو شمېر ولسي وګړي د داعش له منګولو راخلاص کړي وو.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین