۰

پاکستان غواړي له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد ګډ میکانېزم جوړ کړی

يکشنبه ۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۴
د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وایي، هېواد یې غواړي له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد کډ میکانیزم جوړ کړي.
پاکستان غواړي له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد ګډ میکانېزم جوړ کړی
د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وایي، هېواد یې غواړي له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد کډ میکانیزم جوړ کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې عزیز تېره ورځ خبریالانو ته وویل، چې پر دغه میکانیزم جوړولو کار روان دی او ښايي بله اوونۍ پر د دواړو هېوادو له لوري موافقه وشي.
سرتاج عزیز زیاته کړې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم منلې چې له ځینو نورو افغان چارواکو سره یو ځای به را روانه اونۍ د اقتصادي همکاریو په سیمه ییز کنفرانس کې ګډون کوي.
نوموړي ویلي، چې دواړه هېوادونه ترهګري خپل مشترک دښمن بولي او موافقه یې کړې چې په دې برخه کې ګډ کار کول مهم دي.
سرتاج عزیز دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ یې یو ځل بیا په ښکاره و ویل، چې پاکستان به په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر وړاندې ګام پورته نه کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین