۰
حسین خیل:

افغان ځواکونه د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوي

يکشنبه ۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۸
په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان سمونوال محمد ایوب حسین خېل وايي، افغان ځواکونه به هېچا ته اجازه ورنکړي، چې پر افغان خاوره یرغل وکړي.
افغان ځواکونه د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوي
په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان سمونوال محمد ایوب حسین خېل وايي، افغان ځواکونه به هېچا ته اجازه ورنکړي، چې پر افغان خاوره یرغل وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حسین خېل دغه څرګندونې تېره ورځ په ننګرهار کې د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا په انګړ کې له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه جوړه شوې غونده کې وکړې.
نوموړي د پاکستان راکېټي بریدونو ته په اشارې سره و ویل، چې افغان ځواکونه به د خپلې خاورې له لوېشت لوېشت څخه دفاع وکړي او هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې پر افغان خاوره تجاوز وکړي.
دی وايي له تېرو درېيو اوونيو راهيسې پاکستاني ځواکونو په افغان خاوره توغنديو توغول پيل کړي؛ خو دوی د نړيوالو اصولو مطابق عمل ورسره کړی دی.
پاکستاني چارواکو د راکېتي بریدونو تر څنګ څو ورځې وړاندې ویلي و، چې پوځ ته امر شوی، چې د افغانستان په خاوره کې د ننه د ترهګرو د ځپلو له پاره عملیات وکړي.
خو په ختیځ کې د افغان سرحدي ځواکونو قوماندان ښاغلی حسین خېل وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د سر په بدله له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړي.
نوموړي له ولسونو وغوښتلو چې د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونه ملاتړ وکړي، ځکه په وینا یې هغوی د سر په بدله له هېواد او خلکو دفاع کوي؛ نو پر خلکو يې هم قدر لازم دی.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل چې په دغو مراسمو کې يې خبرې کولې، وويل چې د کب ۹مه نېټه د هېواد په ټولو ولايتونو کې د ولسمشر په امر له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ غونډې ترسره کېږي.
هغه زياته کړه چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد او خلکو ساتنه کوي؛ نو بايد خلک يې هم په کلکه ملاتړ وکړي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین