۰
هند:

هند راستنېدونکو افغان کډوالو ته کورونه جوړوي

يکشنبه ۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۱
هندي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې هند غواړي افغانستان ته د راستنېدونکو افغان کډوالو له پاره ارزان بیه او کوچیني کورنه جوړ کړي.
هند راستنېدونکو افغان کډوالو ته کورونه جوړوي
هندي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې هند غواړي افغانستان ته د راستنېدونکو افغان کډوالو له پاره ارزان بیه او کوچیني کورنه جوړ کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو د هند د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په حوله زیاته کړې، چې هند د افغانستان د یوه ښه ملګري په توګه د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او د دغه هېواد د رغونې په برخه کې به خپلې مرستې او هڅې جاري وساتي.
رسنیو د دغه چارواکو په وینا ویلي، چې هند غواړي د افغانستان د ودانولو په لړ کې دا ځل د هغو کډواولو لپاره کوچني او ارزان بیه کورونه جوړ کړي چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راګرځي.
سرچینې دا هم ویلي، چې چې دمګړی زرګونه افغان محصلین په هند کې د ماسټرۍ او لیسانس په کچه زده کړې کوي او په راتلونکو کلونو کې به دوی ته د دوکتورا بورسونه هم ورکړل شي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم هندي چارواکو خبر ورکړی و، چې غواړي د افغانستان د کابل په سیند د اوبو ۱۲ بندونه جوړ کړي.
د یادونې ده، چې هند له دې وړاندې د سلما بند چې د افغانستان او هند د دوستۍ د بند په نوم هم یادېږي جوړ کړی او دغه راز یې د افغانستان د پارلمان ودانۍ هم جوړه کړې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین