۰

د شینډنډ ولسوالۍ عملیاتي قومندان وژل شوی دی

يکشنبه ۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۴
چارواکي وايي، د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ عملیاتي قوماندان او دوه تنه ولسي وګړي د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوي دي.
د شینډنډ ولسوالۍ عملیاتي قومندان وژل شوی دی
چارواکي وايي، د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ عملیاتي قوماندان او دوه تنه ولسي وګړي د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، دغه پېښه تېر ماښام د شینډنډ ولسوالۍ په مرکز کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د شینډنډ ولسوالۍ عملیاتي قوماندان خپل کور ته په رخصتی تللی و، چې کور ته نېږدې وسله والو طالبانو پرې ډزې کړې او وژلی یې دی.
د هرات د والي ویاند زیاتوي، چې په دغه برید کې دوه تنه ولسي وګړي هم وژل شوي دي، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:هرات
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین