۰
سراج الحق:

په کابل کې نا امني په اسلام اباد کې ناامني ده

يکشنبه ۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۶
د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق وايي، افغانستان او پاکستان دې د یوبل پر وړاندې نیابتي جګړه پای ته ورسوي.
په کابل کې نا امني په اسلام اباد کې ناامني ده
د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق وايي، افغانستان او پاکستان دې د یوبل پر وړاندې نیابتي جګړه پای ته ورسوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سراج الحق د پاکستان له ایکسپرس تربیون ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له رامنځ ته شوو ستونزو تل نورو هېوادونو ګټه اخیستې ده.
نوموړي پر پر اسلام آباد او کابل غږ کړی، چې له یو بل سره د اړیکو د رغولو په برخه کې کار هڅه وکړي او نور نیابتي جګړو ته د پای ټکی کېږدي.
هغه زیاته کړې، چې په کابل کې نا امني په اسلام اباد کې ناامني ده نو دواړو هېوادونو ته په کار ده چې سره کیني او نورو ته دې اجازه ور نه کړي چې د دوی تر منځ ستونزې جوړې کړي.
سراج الحق دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغان چارواکي وایي، افغان حکومت نه نیابتي جګړې کوي او نه یې هم په خپله خاروه کې ترهګرو ته پټنځایونه او روزنځایونه ورکړي، بلکې په وینا یې افغان جګړه د پردیو له خوا تپل شوې جګړه ده، چې تر ډېره ورسره مرسته د پاکستان له خوا کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین