۰
بېل سيلوان:

ناټو په افغانستان کې یوازې د القاعده او داعش جنګیالي په نښه کوي

پنجشنبه ۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۱
په افغانستان کې د ناټو د پريکنده ملاتړ ماموریت یو ویاند بېل سيلوان وایي، په افغانستان کې د ناټو د ترهګرۍ ضد ماموریت وسله وال طالبان نه بلکې یوازې د القاعده شبکه او داعش جنګیالي په نښه کوي.
ناټو په افغانستان کې یوازې د القاعده او داعش جنګیالي په نښه کوي
په افغانستان کې د ناټو د پريکنده ملاتړ ماموریت یو ویاند بېل سيلوان وایي، په افغانستان کې د ناټو د ترهګرۍ ضد ماموریت وسله وال طالبان نه بلکې یوازې د القاعده شبکه او داعش جنګیالي په نښه کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې، سیلوان ویلي، د ناټو ځواکونه وسله وال طالبان تر هغو نه په نښه کوي، تر څو چې د دوی پر افغان شريکانو بريدونه و نه کړي.
نوموړي له امریکا غږ سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې يوازې د داعش او القاعده شبکې پر ضد د عملياتو اجازه لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د ناټو ځواکونه په افغانستان کې دوه جلا ماموریتونه لري، چې نسبتاً لویه برخه ماموريت افغان ځواکونو ته د زده کړو او مشورو ورکول دي.
هغه دا هم ویلي، چې داعش په تېرو دوو کلونو کې په ننګرهار کې د خپل نفوذ د پراخولو هڅه وکړه، خو دوی سخت ګوزارونه ورکړل.
سیلوان ادعا کړې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ننگرهار په ١٢ ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰۰ داعشیانو فعالیت درلود؛ خو اوس اټکل کیږي چې د داعش د سخت دریځو شمیر به د ننگرهار په دوه یا دریو ولسوالیو کې شاوخوا ۶۰۰ تنه وي او د داعش نور جنگیالي د افغان او ناټو ځواکونو په گډو عملیاتو کې له منځه تللي دي.
سیلوان وايي، ناټو په پلان کې لري چې سږ کال ياده ډله په بشپړ ډول له ماتې سره مخ کړي.
جمهورآژانس:کابل

.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین