۰

د مالیې وزارت د کورنيو چارو وزرات پورونه پرې کوي

پنجشنبه ۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۸
د مالیې وزارت وايي، چمتو دی ، چې د کورنيو چارو وزارت له ۱۳۹۰ تر ۱۳۹۳ لمريز کال پورې له مختلفو شرکتونو څخه ۴،۳ ميليارده افغانۍ پور کړې دي.
د مالیې وزارت د کورنيو چارو وزرات پورونه پرې کوي
د مالیې وزارت وايي، چمتو دی ، چې د کورنيو چارو وزارت له ۱۳۹۰ تر ۱۳۹۳ لمريز کال پورې له مختلفو شرکتونو څخه ۴،۳ ميليارده افغانۍ پور کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ماليې وزير اکليل حکيمي تېره ورځ په کابل کې يوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وکړې.
ښاغلي حکیمي و ويل، چې د کورنيو چارو وزارت د پورونو موضوع يې په کابل کې له خپلو نړيوالو مرسته کوونکو سره شريکه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د هغوی تر قانع کولو وروسته يې د ملي بودجې په سند کې ۴،۳ ميليارده افغانۍ اضافه کړې چې د کورنيو چارو وزارت قرارداديانو ته به وسپارل شي.
د مالیې د وزیر په وینا د کورنيو چارو وزرات د ملي بودجې پر خلاف له شرکتونو سره قراردادونه کړې او وروسته يې د هغوی پیسې نه دي ورکړې.
په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت ژمنه کړې چې پيسې به ټولو شرکتونو و ويشي او په دې پروسه کې به د فساد مخنيوی وکړي.
د دې وزارت د تأميناتو مرستيال محمد حميد طهماسي په خبري ناسته کې له ټولو شرکتونو وغوښتل چې د خپلو پيسو د تر لاسه کولو په بدل کې چا ته رشوت ور نه کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین