۰

روسیه د مسکو په ناسته کې د امریکا ګډون مهم بولي

پنجشنبه ۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۳
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف وايي، چې يوازې د سيمې د هېوادونو ګډې هڅې کولای شي چې په افغانستان کې ټيکاو راولي.
روسیه د مسکو په ناسته کې د امریکا ګډون مهم بولي
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف وايي، يوازې د سيمې د هېوادونو ګډې هڅې کولای شي چې په افغانستان کې ټيکاو راولي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف له انټرفاکس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان د سولې په تړاو په مسکو کې جوړيدونکې غونډه کې د امريکا ګډون هم مهم دی.
ښاغلي کابلوف ویلي«هيله لرو چې همغږې نړيوالې هڅې د افغانستان سولې او ثبات ته لاره هواره کړي.»
ټاکل شوې د مسکو غونډه چې کوربتوب به یې روسیه کوي، د اپريل مياشتې په ۱۴ جوړه شي.
په دغه ناسته کې به د افغانستان او روسيې سربېره به پکې د پاکستان، هند، چين، ايران او مرکزي اسيا هېوادونه هم ګډون وکړي.
که څه هم روسي چارواکي په دې غونډه کې په ټينګار سره د امريکا د ګډون غوښتنه کوي، خو د امريکا د متحدو ايالتونو چارواکو تر اوسمهاله د خپل ګډون يا نه ګډون په تړاو څه نه دي ويلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین