۰
دفاع وزارت:

نور د پاکستاني کیلو او کینو پر ځای ملي اردو ته وطني مڼې ورکو

پنجشنبه ۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۵
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ملي اردو ځواکونو د خوړو په مینو کې به د بهرنیو په ځانګړې توګه د پاکستاني محصولاتو پر ځای له وطني میوو او وریجو څخه استفاده وکړي.
نور د پاکستاني کیلو او کینو پر ځای ملي اردو ته وطني مڼې ورکو
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ملي اردو ځواکونو د خوړو په مینو کې به د بهرنیو په ځانګړې توګه د پاکستاني محصولاتو پر ځای له وطني میوو او وریجو څخه استفاده وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د د دفاع وزارت تامیناتي مرستیال ډګر جنرال غلام سخي تېره ورځ د بزګر د ملي ورځې د لمانځلو په مراسمو کې وکړه.
نوموړي زیاته کړه، چې دفاع وزارت د خپلېاعاشې لپاره هرکال شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ لګوي، چې د ملي تدارکاتو د کمیسیون د پریکړې له مخې به د خپل اړتیا وړ مواد له کورنیو محصولاتو څخه ترلاسه کړي.
جنرال غلام سخي زیاته کړه، چې تیر کال هم د دفاع وزارت تر ډیره بریده له کورنیو کرنیزو محصولاتو څخه ګټه اخیستې ده.
نوموړي وویل«سره له دې چې د تورخم لاره پرانیستل شوه، خو موږ ژمنه کړې او یو میکانیزم مو له جناب وزیر صاحب سره یو ځای رامنځ ته کړی دی، چې نور به ملي اردو له کیلې او کینو څخه استفاده نه کوي. موږ اوس له وطني مڼو څخه استفاده کوو، په جیګه بیعه مو اخیستې ده، موږ په دې ویاړو»
د دفاع وزارت تامیناتي مرستیال جنرال غلام سخي زیاته کړه، چې د ژمي موسم په ګډون به پوره شپږ میاشتې د ملي اردو په خوړو کې وطني مڼه شامله وي.
د هغه په وینا په روان لمریز کال کې به د دفاع وزارت د خپل دوه کلن اعاشوي تړون له مخې ۶۰ فیصده وطني وریجې راوپیري.
جنرال غلام سخي وویل، که څه هم یو کیلو وطنۍ وریجې ۲۴ افغانۍ قیمته تمامیږي، خو بیا هم د دفاع وزارت د ۲۰۹ شاهین قول اردو د اړتیا وړ وریجې د بغلان او کندز له محصولاتو څخه ترلاسه کوي.
د دفاع وزارت مرستیال له افغان بزګرانو څخه وغوښتل چې په روان کال کې د شولو کرلو ته زیاته پاملرنه وکړي.
نوموړي دا هم و ویل، چې له دې وروسته به د ملي اردو ځواکونو ته په اونۍ کې درې ورځې د کورنیو چرګانو غوښه ورکوي.
ده وویل«موږ به د میښې غوښه چې له پاکستان څخه واردیږي نلرو، په هفته کې درې وارې به موږ د چرګ له غوښې او پاتې څلور ورځې به د پسه او وطنۍ غوا له غوښې څخه استفاده کوو.»
جنرال غلام سخي له بزګرانو او له خصوصي سکتور څخه وغوښتل، چې خپل کرنیز محصولات او د چرګ او هګیو په تولیداتو کې زیاتوالی راولي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین