۰
حامد کرزی:

په افغانستان کې د امریکا غلطو کړنو ترهګري لا پياوړې کړې ده

پنجشنبه ۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۶
پخوانی ولسمشر حامد کرزي د نوي کال د پیل په مناسبت په پیغام کې ویلي، چې د امریکا د غلطو کړنو له امله ترهګر په افغانستان کې پیاوړي شوي دي.
په افغانستان کې د امریکا غلطو کړنو ترهګري لا پياوړې کړې ده
پخوانی ولسمشر حامد کرزي د نوي کال د پیل په مناسبت په پیغام کې ویلي، چې د امریکا د غلطو کړنو له امله ترهګر په افغانستان کې پیاوړي شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپاره شوي پیغام کې راغلي چې د امریکا غلطو کړنو نه یوازې په افغانستان کې ترهګري ختمه نه کړه، بلکې د ترهګرو تازه ډلې لکه داعش او نورې یې راپیدا کړې.
ښاغلي کرزي پر امریکا نیوکې کړې چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه راغله خو لا هم دغه پديده پر خپل حال ده او یا یې وده کړې، د جګړو زیانونه یې ملکي افغانانو ته اوړي.
پخواني ولسمشر تېر کال له جګړو او ویرونو ډک کال بللی او نوي کال ته یې د سولې او آرامۍ هیله کړې ده.
حامد کرزي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي، د سولې له بهیر سره یو ځای شي او په وینا یې اجازه ورنکړي، چې بهرنیان د دوی په پلمه او له دوی نه په استفادې بې ګناه افغانان و وژني.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان په روان حالت کې په سیمه کې د همکاریو پر ځای د سیمه ییز تقابل پر ډګر اوړي او پر افغانانو یې غږ کړی چې له دغه حالته د هېواد د ژغورلو لپاره سره یو لاس شي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي له ولس غوښتي چې د ملي اجماع د جوړولو او پر یوه ملي دریځ د راټولیدلو لپاره دې هڅې وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین