۰
زاخیلوال:

تر څو افغانان سره یو نه شي، ستونزې ښايي لا ډېرې شي

پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۲
په پاکستان کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخیلوال وايي د افغانستان ستونزه یوازې افغانان حل کولای شي او په وینا یې تر څو افغانان سره یو نه شي، ښايي ستونزې لا زیاتې شي.
تر څو افغانان سره یو نه شي، ستونزې ښايي لا ډېرې شي
په پاکستان کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخیلوال وايي د افغانستان ستونزه یوازې افغانان حل کولای شي او په وینا یې تر څو افغانان سره یو نه شي، ښايي ستونزې لا زیاتې شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې زاخېوال ویلي نه شي کولای د افغانستان د جګړې د حل لپاره د سيمې او نړۍ هېوادونه قانع کړي او پرته له دې ستونزه لا کړکېچنه کېږي.
د هغه په وینا په افغانستان کې د ستونزو د حل په موخه له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۵ زېږدېزو کلونو پورې د افغانستان د ګاونډيو او نړيوالو هېوادونو تر منځ تر ډېره د ليدلوري اختلاف نه و.
خو په خبره یې اوس د افغانستان په اړه د نظر اختلافات ژور او ډیر شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، دا مهال پاکستان، ايران، روسيه، چين او د منځنۍ اسيا ډېر هېوادونه په افغانستان کې د امريکا د نظامي شتون مخالف دي او تر ډېره يې د ځان لپاره يو ګواښ ګڼي.
افغان سفیر ویلي، څو چې د سيمې او نړۍ هېوادونه دغه ډاډ ترلاسه نه کړي چې ګني په افغانستان کې يو بل ته ګواښ نه پېښوي او دا درک کړي چې په رښتيني ډول ټول هېوادونه په دغه هېواد کې سوله غواړي، نو کېدای شي په يو ډول نه يو ډول د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.
هغه ویلي، له دې مخکې يوازې د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو ډله وه چې ممکن له ملا عمر سره د سولې په کولو ستونزې کمې شوې وای.
خو وايي، اوس بله ستونزه داعش ده او طالبان هم په څو ډلو وېشل شوي چې د سولې خبرې يې ډېرې ستونزمنې کړې دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین