۰

کشمیر کې د هند پر یوه پوځي اډه ډلیز برید شوی

پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۲
د هند پوځي چارواکي وايي، په کشمیر کې یې پر یوه پوځي اډه ډلیز وسله وال برید شوی، چې له امله یې ۸ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کشمیر کې د هند پر یوه پوځي اډه ډلیز برید شوی
د هند پوځي چارواکي وايي، په کشمیر کې یې پر یوه پوځي اډه ډلیز وسله وال برید شوی، چې له امله یې ۸ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکو ویلي، برید په کشمیر کې له پاکستان سره پر کنټرول کرښه د کپورا په سیمه کې شوی دی.
د دوی په خبره په دغه برید کې د یوه افسر په ګډون درې پولیس وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان شوي دي.
د هندي پوځ ویاند کرنل راجیش کالیا ویلي په ځوابي برید کې دوه بریدګر هم وژل شوي، خو د بریدګرو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین