۰

ننګرهار کې د دو قوماندانانو په ګډون ۸ داعشیان وژل شوي

پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۸
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د کډو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۸ داعش وسله وال وژل شوي دي.
ننګرهار کې د دو قوماندانانو په ګډون ۸ داعشیان وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د کډو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۸ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبرله مخې د ننګرهار امنیه قومانداني زیاتوي، چې دغه عملیات تېره ورځ د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په پېښې سیمه کې تر سره شوي.
سرچینه زیاتوي، چې ګډو امنیتي ځواکونو د پېښې په سیمه کې هوايي او ځمکني عملیات کړي، چې پر مهال یې ۸ داعشیان وژل شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ په خبره په وژل شویو داعشیانو کې د د ابوزر او امجد په نومونو دوه قوماندانان هم شامل دي.
دوی زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم امنیتي چارواکو په اچین ولسوالۍ کې د ۳۴ داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.
چارواکي وايي، په ننګرهار کې د داعش پر ضد عملیات په شدت روان دي او تر هغه به دوام وکړي تر څو یې سیمه نه وي ترې پاکه کړې.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین