۰

ننګرهار کې ماین چاودنې ۱۵ ولسي وګړي ټپیان کړل

پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله ۱۵ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
ننګرهار کې ماین چاودنې ۱۵ ولسي وګړي ټپیان کړل
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله ۱۵ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د بټي کوټ ولسوالۍ امنیه قوماندان انعام شاه وايي، چاودنه د یادې ولسوالۍ د نخاس په سیمه کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځای کې رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې چاودېدونکي توکي په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوی و، چې د چاودنې له امله یې ۱۵ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د مرکزي روغتون ډاکتر وايي، د پېښې له ځایه تر اوسه دوی ته ۱۰ تنه ټپیان وروړل شوي، چې روغتیايي حالت یې ښه دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین