>> جمهور - امریکا یوازې د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم ۷۱ میلیون ډالر زیات لګولي
 
۰
جان سوپکو:

امریکا یوازې د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم ۷۱ میلیون ډالر زیات لګولي

پنجشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۹
د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا د ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار مشر وايي امریکا په تېره یوه لسیزه کې یوازې د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم له ۷۱ میلیون ډالره زیات لګولي دي.
امریکا یوازې د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم ۷۱ میلیون ډالر زیات لګولي
د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا د ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار مشر وايي امریکا په تېره یوه لسیزه کې یوازې د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم له ۷۱ میلیون ډالره زیات لګولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سیګار تېره ورځ په افغانستان کې د خپلو پلټنو وروستۍ راپور خپور کړ او ویلي یې دي، د افغان ځواکونو په یونیفورم ځکه زیاتې پیسې لګول شوې، چې په وینا یې د افغانستان د دفاع د وزير ځنګلي او فېشنې يونيفورم خوښ و، په داسې حال کې چې د افغانستان د ټولې خاورې یوازې ۲.۱ سلنه برخه پر ځنګلونو پوښلې ده.
د دغه ادارې مشر جان سوپکو امریکايي ورځپاڼې یو اس ټوډې ته ویلي، چې په افغانستان کې د امريکا د ماليه ورکوونکو ۲۸میلیونه ډالره په فیشن ضایع شوي، ځکه چې د هغه هېواد د دفاع وزیر ويلي "دا رنګ ښکلی دی.
سیګار وايي امریکا له ۲۰۰۷ کال راهېسې د افغان ځواکونو په یونیفورم ۹۳ میلیونه ډالر لګولي دي، خو وايي که افغان ځواکونو ته د امریکا د پوځ د یونیفورم په څېر، یونیفورم اخیستل شوی وای، ۷۱ میلیونه ډالر به سپما شوي وو.
د امریکا د دفاع وزارت د افغان ځواکونو د روزنې، تجهیز او پوستو جوړولو لپاره ۶۶ میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي، خو سیګار وايي چې ډېر ډالر بې ځایه لګول شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین