په اسلام آباد کې د امریکا سفارت وایي، امریکا متحده ایالاتو له پاکستان سره د اقتصادي اصلاحاتو په هدف د ۱۸۵ میلیونه ډالرو مرسته کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ د یاد سفارت نه د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ وايي، دا پیسې به په پاکستان کې پر اقتصادي اصلاحاتو او د دندو په رامينځته کولو ولګول شي.
پاکستاني رسنیو د خبرپانې په حواله پاکستان د امریکا ستراتېژیک ملګری بللی او ویلي یې دي، چې له دغه هېواد سره به خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي.
له پاکستان سره د امریکا د مرستو خبر پر داسې مهال کېږي، چې ویل شوي د ټرامپ اداره به د پاکستان پر وړاندې له توند چلند څخه کار واخلي.
جمهورآژانس:کابل