۰

د امریکا او افغانستان ملي امنیت سلاکارانو پر ځینو مسایلو خبرې کړې

پنجشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۱
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر افغانستان او سیمې پر امنیتي او سیاسي حالت خبرې وکړې.
د امریکا او افغانستان ملي امنیت سلاکارانو پر ځینو مسایلو خبرې کړې
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر افغانستان او سیمې پر امنیتي او سیاسي حالت خبرې وکړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا نه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې ښاغلي اتمر او ښاغلي ماسټر تېر مازیګر د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې اترې کړې دي.
خبرپانه وايي، ماسټر افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې د امریکا دولت او خلک په پوره اخلاص او تعهد، په سختو حالاتو کې د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ او له افغان دولت سره اوږد مهاله همکاریو ته ژمن دی.
سرچینه زیاتوي، چې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکارانو د دواړو هېوادونو د مشرتابه د راتلونکو خبرو پر محتویاتو هم بحث وکړ او د دواړو لوریو د خبرو د څرنګوالي او اجنډا پر مهمو ټکو یو لړ توافقاتو ته ورسیدل.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د خبرو پر مهال دواړو لورو د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو د نویو سیاسي او امنیتي همکاریو پر چوکاټ هم خبرې وکړې.
ماسټر ویلي، د نوي همکاریو پر چوکاټ د خبرو لړۍ به دوام پیدا کوي، ترڅو د امریکا متحده ایالات وکولای شي د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې د لازمو همکاریو لړۍ پراخه کړي.
نوموړي وايي، د امریکا متحده ایالات د امنیت، ښې حکومتدارۍ، اداري فساد سره د مبارزې، سولې او د اقتصادي ودې په برخه کې د افغان دولت له هلو ځلو او پالیسیو څخه ملاتړ کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین