۰

وسله والو لوګر کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې او دوه تنه یې وژلي

پنجشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۸
سیمه يیز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په لوګر ولایت کې په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
وسله والو لوګر کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې او دوه تنه یې وژلي
سیمه يیز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په لوګر ولایت کې په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر چارواکي زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه د محمد آغې ولسوالۍ د سرخ آباد په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د لوګر له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ناپېژانده وسله والو کسانو په مسجد کې په لمونځ کوونکو وسله وال برید کړی، چې په ترڅ کې یې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سرچینه زیاتوي، په برید کې د شېرآغا کوچي په نوم د سیمې یو مخور او یعقوب په نوم یو بل کس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت د محمد آغې ولسوالۍ سیمه ییزه چارواکو ویلي، چې شېر آغا د حزب اسلامی پخوانی قوماندان و.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
بل خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه ۱۲ بجې د دغه ولایت اړوند د پل علم په بابوس او د محمداغې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د ځانګړو ځواکونو (۰۱) قطعې له خوا عملیات ترسره شوي.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې ۱۴ وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
خو وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس: لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین