۰
تادامیچي یاماموتو:

يوناما د افغانستان د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ته ژمنه ده

چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۷
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیدویه ادارې «یوناما» مشر تادامیچي یاماموتو وايي، یوناما د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ژمنه ده.
يوناما د افغانستان د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ته ژمنه ده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیدویه ادارې «یوناما» مشر تادامیچي یاماموتو وايي، یوناما د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ژمنه ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاماموتو دغه څرګندونې کندهار ته د خپل سفر پر مهال د ددغه ولایت له چارواکو سره په یوه ناسته کې وکړې.
نوموړي و ویل، چې یوناما په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې کوي، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو پروسې ملاتړ کوي او مرستندويان د پراختيايي پروژو پلي کولو ته هڅوي.
د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ياماموتو کندهار د افغانستان مهم ولايت وباله او د ولايتي ادارې د کړنو ستاينه يې وکړه.
د سرچینې په وینا هغه و ویل، چې ملګري ملتونه په نړۍ کې د سرتاسري سولې، امنیت او بشري حقوقو د تامین لپاره کار کوي او په دې برخه کې یې په افغانستان کې ډېر فعالیتونه کړي او لا هم روان دي.
یاماموتو زیاته کړې، چې يوناما په افغانستان کي د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ته ژمنه ده او د ټاکنو د پروسې چې مشري یې د افغانانو پر غاړه ده، پوره ملاتړ کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین