۰

د افغانستان د اسلامی نهضت حزب د افغانستان د نجات ملی ایتلاف څخه ملاتړ اعلان کړ

چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۲
په ختیځ ننګرهار کې د افغانستان د اسلامی نهضت حزب د دریو ګوندونو له خوا په دې وروستیو کې د افغانستان د ژغورنې تر نامه لاندې د جوړ شوي ملي ایتلاف څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د افغانستان د اسلامی نهضت حزب د افغانستان د نجات ملی ایتلاف څخه ملاتړ اعلان کړ
په ختیځ ننګرهار کې د افغانستان د اسلامی نهضت حزب د دریو ګوندونو له خوا په دې وروستیو کې د افغانستان د ژغورنې تر نامه لاندې د جوړ شوي ملي ایتلاف څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد حزب تېره ورځ په همدې اړه د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې غونډه درلوده او د غوندې برخوالو د ملي یووالي پر حکومت کلکې نیوکې وکړې.
په یاده غونډه کې د مدني ټولنې په استازیتوب عبدالرحمان معاون خبرې وکړې او ویې ویل، چې له دغه غونډې څخه یې موخه د افغانانو تر منځ یووالي او د افغانستان ژغورل دي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، هر څوک چې د افغانستان د ژغورنې او پرمختګ له پاره کار کوي، دوی یې تر څنګ په کلکه ولاړ او هر ډول مرسته یې کوي.
نوموړي زیاته کړه« هر هغه څوک چې د افغانستان سرنوشت ټاکلی شي، نجات هم ورکولای شي، که سیاسیون سره یو ځای کېږي او ایتلاف جوړوي، د خپل حق غوښتنه کوي دا د هر افغان اسلامي حق دی.»
ده د ملي یو والي حکومت پر مشرانو کلکه نیوکه وکړه، چې په وینا یې ولس د خپل سر او وینې په بیه دوی ته رایه ورکړه، خو دوی د امریکایانو او برېتانویانو په خوله سره جوړ او د افغانانو رایې یې په اوبو لاهو کړې.
هغه و ویل«دوی زموږ رایو ته احترام ونه کړ چې دې کار یې ټول مشرقیوال خفه کړل او ترېنه خفه یو، دوی لا هم وزیران سرپرستان کړي، امنیت یې ټینګ نه کړای شو، ځوانان بې کاره کړي، په نظامي ارګانونو کې هره ورځ ځوانان شهیدانېږي خو دوی ترې خبر نه دي، په واسطو خلک په کار ګماري او ډالري معاشونه ورکوي، خو هغه څوک چې تعلیم یې هم کړی خو واسطه نه لري وظیفه نه ورته پیدا کېږي، د حکومت کارونه ټول په فساد ککړ دي، د پارلمان پنځه کلن وخت پوره دی او د ملت وینې یې څښلې دي خو دوی بیا هم وخت ورکړی دی، نور موږ ته دغه ډول کارونه د منلو وړ نه دي او نه نور دروغ ویل زغملی شو.»
په دغه غونډه کې د لغمان ولایت په استازیتوب خبرې وکړې او ولسمشر غني یې د واک په انحصار تورن کړ او ویې ویل، چې نور به دوی ولسمشر ته اجازه ورنکړي، چې ټول واک په لاس کې واخلي او ولس ته دوکه ورکړي.
نوموړي د افغانستان د نجات په نامه د نوي ایتلاف په اړه و ویل« ایتلاف جوړونکي زموږ وروڼه دي او موږ نور له حکومت څخه تنګ شوي یو، دا د هر افغان وګړي، که غریب دی، که وزیر دی، که وکیل دی، حق دی، چې په هوايي میدان کې ښکته شي، جنرال دوستم ته ولې اجازه ورنکړل شوه، چې په هوايي میدان کې ښکته شي؟»
دغه راز د ننګرهار پوهنتون استاد منګل په دغه غونده کې و ویل، چې د هېڅ یوه حزب او یا ډلې پورې اړه نه لري، خو په وینا یې هر هغه څوک چې د افغانستان د ژغورنې له پاره سره یو ځای کېږي او افغانستان له روان ناورین څخه را ایستل غواړي، ورسره ملګری او هر هغه څوک چې د افغانستان ورانی غواړي مخالفت به یې وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې همدا اوس ولس په وینو کې لمېږي او د دغه کار د مخنیوي له پاره اړینه ده، چې افغانان سره یو موټی او خپل هېواد وژغوري.
د هغه په وینا د درې لکو بهرنیو ځواکونو په شتون کې سوله رانغله او اوس یوازې افغانان کولای شي په یو موټي والي سره خپل هېواد کې سوله راولي.
د دغه راز د کنړ په استازیتوب مولوي فضل مولا خبرې وکړې او د افغانستان د ملي نجات تر نامه لاندې ایتلاف څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د غونډې په پای کې د نورستان په استازيتوب میرمحمد کلیوال خبرې وکړې او د افغانستان د ملي نجات د نوي جوړ شوي ایتلاف څخه یې ملاتړ اعلان کړ.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین